Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

كړي ده؟ دا نه اغوندم، په دې ساعت ما له فلانئ جوړه اِستري كړه، که اوبه ورته اُونيسي نو وائي زه په دې ګلاس كښې اوبه نه څښم، د شيشے په ګلاس كښې اوبه راوړه، كه د شيشے په ګلاس كښې ئې ورکړي نو وائي: دومره تودے يا يخې  اوبه دِ ولے راوړې؟ لاړه شه نورې اوبه پكښې ګډې كړه، وغيره وغيره، دغسې بے وجه بي بي يَرَوي او خفه کوي. پکار دا ده چې كه يوه خبره ئې د طبيعت خلاف وي مثلاً اوبه يخې غواړي، هغه تودے راوړي نو په ښه طريقه دِ ورته اووائي، نه دِ ئې رټي او نه دِ ورته قهريږي او په ټولو كارونو كښې هُم داسې كول پكار دي.    

    كاش! مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادتونه او ښكلي اخلاقو نه څه زده كولو او په هغې باندې د عمل كولو كښې كامياب شو او په كور كښې د مينې او اخلاص نه ډك ماحول قائم كړو،  په دې غرض د خپل كور والؤ سره د كور په كارونو كښې د مدد كولو هم كوشش اوكړو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

         راځئ!چې د حُسنِ اخلاق په فضائلو باندې مشتمل يو څو روايتونه واورو:

1۔   خوفِ خُدا او ښه اخلاق به خلق د ټولو نه زيات جَنَّت ته داخلوي. [1]

2۔   مسلـمـان ته د ښه اخــلاق نه بهتر څـيز نه دے وركړے شوے. [2]

3۔   مُومِن د خپلو ښو اخلاقو په وجه د شپې د عبادت كوونکي او د ورځې د


 

 



[1] ترمذی،کتاب البروالصلۃ،باب ماجاء فی حسن الخلق ،۳/۴۰۴،حدیث:۲۰۱۱ملخصاً

[2] شعب الایمان،باب فی حسن الخلق،۶/ ۲۳۵، حدیث:۷۹۹۲مفہوماً