Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

آخر هغه كومې طريقے دي چې د هغې په بركت مونږه خپل اخلاق ښائسته كولو كښې كاميابيدے شو. ياد ساتئ! اخلاق ټيك كول اګرچې يو مشكل كار دے، خو ناممكن نه دي، زمونږ كار صرف كوشش كول دي، كاميابي وركولو والا الله پاك دے. راځئ! داخلاق ښائسته كولو او د ښو اخلاقو نمونه جوړيدلو د پاره يو څو طريقے واورو او په هغې باندې د عمل كولو نيت هم اوكړو.

1۔   اخلاق ښائسته كولو د پاره د الله پاك په بارګاه كښې لاسونه اوچت كړئ او په ژړا او زارئ د بدو اخلاقو نه د نجات دُعا اوغواړئ.

2۔   د يو كامِل پيرِ لمَن مضبوطه اونيسئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم!اخلاق به مو ښائسته شي.

3۔   د ښو اخلاقو فضائلو او د بدو اخلاقو نُقصاناتو باندې مشتمل احاديث او روايات، واقعات او د نيكانو خلقو اقوال بار بار اولولئ.

4۔   د ورځې  اكثره حِصَّه په خاموشئ كښې تيروئ او حتَّى الامكان د ليك يا د اشارے په ذريعه د خبرو كولو عادت جوړ كړئ.

5۔   پابندئ سره د قرآنِ كريم تلاوت كوئ، د دې سره د ترجمۀ كنزالايمان او ورسره د تفسير خزائن العِرفان يا نُورُ العرفان يا صراطُ الجنان مطالعه كول خپل معمول جوړ كړئ.

6۔   د بدو خلقو د صُحبت نه بچ اوسئ.

7۔   د دعوتِ اسلامي مدني ماحول سره وابسته شئ او د ذِيلي حلقے 12 ديني كارونه خپل عادت جوړ كړئ.