Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

ته به ئې محبت وركولو، داسې څه خبره به ئې نه فرمائيله چې د هغې نه به نفرت پيدا كيدلو، * د قوم د مُعَزَّزو به ئې لحاظ فرمائيلو، او هغه به ئې د قوم سردار مقرر كولو، * خلقو ته به ئې د الله پاك د ويرې تلقين فرمائيلو، * د صحابۀ كرامو تپوس به ئې كولو،* خلقو ته به ئې د ښو خبرو ښه والے بيانولو، بد څيز ته به ئې بد وئيلو او په هغې باندې به ئې د عمل كولو نه منع كوله،* په هره مُعامله كښې به ئې د اِعتدال (ميانه روئ) نه كار اخستلو، * د خلقو د اصلاح نه به كله هم نه غافِله كيدلو، * په خپل مجلِس کښې د ناستو خلقو لحاظ به ئې ساتلو، * د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې هر حاضريدونكي کس به داسې محسوسوله چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما د ټولو نه زيات خوښوي، * چې كله به ئې د چا سره مُصافَحه كوله نو خپل لاس به ئې ترينه پخپله نه راخلاصولو، * سوال كوونكو ته به ئې ورکړه كوله، * د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سخاوت او ښه اخلاق به د هر كس د پاره عام وو، * د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مجلس به د علم، بُردبارئ، حيا، صبر، او امانت مجلس وو، * د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مجلس كښې به شور زوَګ نه وو، نه به د چا بے عِزَّتي كيدله، * چې كله به د چا طرف ته مُتَوَجِّه كيدلو نو پوره تَوَجُّه به ئې ورته فرمائيله، * خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د چا په مخ نظر ټِينګ نه ساتلو، * په سلام كولو كښې به مخكښې کيدلو، * ماشومانو ته به ئې هم سلام كولو، * چې چا به نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عرض اوکړو نو په جواب كښې به ورته خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لَبَّيْكَ (زه حاضر يم) فرمائيلو، * اكثر به مخ په قبله  تشريف فرما وو، * د مجلس كسانو طرف ته به ئې ښپې  نه  غزولې، * د خپل ذات د پاره به ئې د