Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan
اخلاق) پيشِ نظر اوساتو او غور اوكړو چې آيا د خپلو ذاتي دُښمنانو مُعاف كولو جذبه په مونږه كښې هم موجود ده او که نه؟ يقيناً مونږه پخپله غټې غټې غلطئ کوو او د نورو نه د مُعاف کولو اُمِّيد هُم لرو خو مونږ ته غور کول پکار دي چې که بل چا زمونږ حق تلفي کړي وي او بيا هغه په خپله غلطئ پښيمانه شوے وي او زمونږ نه ئې معافي غوښتي وي نو آيا مونږه په هغه باندې شفقت او مهرباني كړي ده او که نه د هغې نو مو د خپل عِزَّت مسئله جوړه کړي ده؟ د هغه مسلمان ورور عُذر مو قبول كړے دے او که نه د شيطان په منلو مو د معاف کولو نه انکار کړے دے او مَعاذَ الله په كنزلو او ردو بدو يا پيغور وركولو مو د هغه مسلمان بے عِزَّتي كړي ده.؟
بهرحال مونږ ټولو له پكار دي چې مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت و كردار د خپل ځان د پاره عملي نمونه جوړ كړو او د خپلو اخلاقو ښائسته كولو كوشش جاري اوساتو، نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقو ښائسته كولو ترغيب وركوي او ارشاد فرمائي: اَحْسِنْ خُلْقُكَ يعنې خپل اخلاق ښائسته كړه.[1] مونږ له پكار دي چې په خپل ځان كښې صبر و تَحَمُّل، بُرد باري، محبت ونرمي، معافي كول، شرم و حيا، د مشرانو ادب كول، په كشرانو شفقت كول، د ټولو مسلمانانو د پاره د ايثار و قربانئ، همدردئ او خيرخواهئ په شان ښكلي صفات پيدا كړو او د خپلو ښو اخلاقو او ښه سلوك په ذريعه په قلاره قلاره د مُعاشرے نه بد امني ختمه كړو او د امن و امان او سُكون كوشش جاري اوساتو، زمونږ كردار دومره اعلٰى پكار دے چې خلق زمونږ اخلاق