Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

اوويني نو دينِ اسلام ته نِزدے راشي او په دې سوچ مجبوره شي چې د آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غُلامانو اخلاق دومره ښکلي دي نو  د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخلاق به څومره عاليشان وي.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اللھ پاک د خپلو بندګانو د ھدایت د پاره خپل نبيان او رسولان په ښكلو او اعلٰى اخلاقو سره  مُزَيَّن كړي دُنيا ته راليږلي دي. او د ټولو نه آخره كښې ئې زمونږ آقا و مولٰى احمدِ مُجتبٰى مُحَمَّدِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو انبياؤ د صفاتو مجموعه جوړ كړو او د خُلقِ عظيم تاج ئې ور په سر كړو، او دُنيا ته ئې راوليږلو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقو د حُسن او عَظَمت اندازه د دې خبرې نه لګولے شئ چې يو ځل حضرت سعد بن هِشام رَضِیَ الله عَنْهُ د اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنْها په خدمت كښې حاضر شو، او عرض ئې اوكړو: ما ته د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقو مُتَعَلِّق اووائې، هغوئي رَضِیَ الله عَنْها اوفرمائيل: آيا ته قرآن نه لولې؟ ما عرض اوكړو: آو، لوَلـمه ئې. هغوئي رَضِیَ الله عَنْها اوفرمائيل: د الله پاك د نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخلاق قُرآن دے.[1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! كه مونږ ته څوك معمولي تكليف را اورسوي يا لږه بد اخلاقي راسره اوكړي نو مونږه د حُسنِ اخلاق او مُعاف كولو په ځائے د هغه دُښمنان جوړيږو او په مختلفو طريقو سره هغه نه د بدلې اخستلو كوشش كوو، خو


 

 



[1]