Book Name:Sikhne Sikhane Ke Halqon Ka Jadwal
نوټ: که مور پلار د څۀ ناجائزه کار حکم وکړي نو پۀ هغې کښې د هغوئي تابعداري جائز نۀ ده ځکه د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حق د مور پلار نه زيات دے۔ البته پۀ داسې حالت کښې هم د هغوئي د بے ادبۍ اجازت نشته ، مثلاً مور پلار د ګيرې خريلو ووائي نو د هغوئي سره جنګ جګړه مۀ کوئ ، پۀ ادب سره معذرت وکړئ يا خاموشي اختيار کړئ۔
دويم حق: مور پلار راضي کول
وضاحت: پۀ فتاویٰ رضويه شريف کښې دي: مور پلار راضي کول واجب او ناراضه کول يـې حرام دي۔ پۀ يو ځائے کښې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي: ناراضه کول او راضي کول د هغوئي د واضحه حکم سره خاص نۀ دي ([1]) (يعنې که مور پلار حکم نۀ وي هم کړے خو چي پته درته اولګي چې پۀ فلانکي کار کولو به هغوئي ناراضه شي نو بيا هم د هٰغه کار نه بچ کيدل ضروري وي)۔ اوس دې هر يو کَس غور وکړي چې زمونږ پۀ کوم يو کار باندې مور پلار ته تکليف رَسي، پۀ کوم باندې نۀ رسي، مثلاً ٭ ځوي که سګريټ څښي او مور پلار ته د دې نه تکليف وي نو بيا دا ضروري دي چې دا سګريټ نۀ څښي ٭ ځوي که د خرابو دوستانو سره کښيني او مور پلار ته يـې تکليف وي نو د مور پلار د راضي کولو د پاره د داسې دوستانو پريښودل ضروري دي ٭ دغه رنګ داسې کارونه کوم چې د مور پلار د بے عزتۍ سبب ګرځي، مثلاً: د محلې نه د ځوي شکايتونه راتلل، د داسې کارونو نه بچ کيدل هم ضروري دي۔ پۀ حديثِ شريف کښې دي: د الله پاک رضا د مور پلار پۀ رضا کښې او د الله پاک ناراضګي د مور پلار پۀ ناراضګۍ کښې ده۔ ([2])
دريم حق: د مور پلار خدمت کول
وضاحت: د خِدمت کولو مخلتف صورتونه کيدے شي، مثلاً ٭ پۀ هغوئي ښۀ ښۀ