Book Name:Sikhne Sikhane Ke Halqon Ka Jadwal
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه
(3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د مور پلار درې حقونه (قسط: 1) ښودلے شي او د کُفر او فقر نه د پناه دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔
اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ما باندې دُرُود شريف لولئ، الله پاک به پۀ تاسو باندې رحمت راليږي۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د مور پلار درې حقونه (قسط: 1)
آيت مبارک
الله پاک فرمائيلي دي:
وَ بِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا (پارہ:2، سورۀ البقرہ :83)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او مور او پلار سره ښيګړه کوئ۔
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې کرته فرمائي: د مور پلار د نافرمانۍ نه بچ اوسئ! بے شکه د جنَّت خوشبوئي د زر [1000] کاله د لرې فاصلےنه بوئي