Book Name:Sikhne Sikhane Ke Halqon Ka Jadwal
خوراکونه کول ٭ ښپې لاسونه ورله چاپي کول ٭ سر ورله غوړول، مالش کول چې هغوئي دَمه شي ٭ د هغوئي د ضرورتونو خيال ساتل ٭ د هغوئي د خوښې څيزونه ورته حاضرول ٭ جامې پيزار وغيره ورله اخستل ٭ که بيماران شي نو دوائي وغيره ورله راوړل، د هغوئي د صحت د پاره دُعا کول ٭ د هغوئي سره کيناستل، خبرې ورسره کول، هغوئي له وخت ورکول ٭ د هغوئي مالي خدمت کول وغيره دا ټول د خدمت صورتونه دي۔ خاص طور چې مور پلار بوډاګان شي، بيا هغوئي د خدمتونو ډير محتاجه وي۔ پۀ مسلم شريف کښې دي: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې کرته وفرمائيل: هغه ذليله او خوار دے، هغه ذليله او خوار دے، هغه ذليله او خوار دے۔ عرض وکړے شو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! څوک ذليله او خوار دے؟ اوئې فرمائيل: څوک چې خپل مور پلار [دواړه] يا پۀ دوئي کښې يو د بوډا والي پۀ حالت کښې بيامومي او (د هغوئي پۀ خدمت کولو سره) جنَّت ته داخل نۀ شي۔ ([1])
مونږه نن د مور پلار دا درې حقونه زده کړل، پۀ ذهن کښې يـې کښينوئ: (1): اطاعت او تابعداري (2): مور پلار راضي کول (3): د مور پلار خدمت کول۔
د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا
د کُفر او د فقر نه د پناه دُعا
اَللّٰھُمَّ اِنِّیْٓ اَعُوْذُبِکَ مِنَ الْکُفْرِ وَالْفَقْرِوَعَذَابِ الْقَبْرِ
ترجمه: اے الله! زۀ د کُفر، محتاجۍ او عذاب نه ستا پناه غواړم۔ ([2])