Book Name:Sikhne Sikhane Ke Halqon Ka Jadwal

کيدے شي۔ پۀ خدائے مې دې قَسم وي۔۔۔!! د مور پلار نافرمانه به د دې خوشبوئي هم قدرې نشي موندلے۔ ([1])

د مور پلار درې حقونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته د مور پلار سره د نيکۍ او د ښيګړې کولو حکم کړے دے۔ دا جنَّت ته بوتلونکے عمل دے۔ راځئ چې د مور پلار درې حقونه زده کړو:

وړومبے حق: اطاعت او تابعداري

وضاحت: د مور پلار هره يوه جائزه خبره منل فرض ده۔ ([2])  لهذا که مور پلار د څۀ خبرې حکم وکړي يا د څۀ خبرې نه منع وکړي نو فوراً د هغوئي خبره منئ! ادب هُم پۀ دې کښې دے چې روزانه پۀ وړو وړو کارونو کښې هم د هغوئي تابعداري وکړے شي، مثلا: ٭ مور جانې د بازار نه د څۀ راوړلو وفرمائيل، فوراً هغه راوړل ٭ بعضې وخت د بهر نه اوبه راوړل وي، دې د بهر نه د اوبو راوړلو ووئيل نو اوبه راوړل ٭ حکم يـې وکړو چې موبائل مۀ استعمالوۀ! نو مۀ يـې استعمالوئ! ٭ حکم وشو چې زر اوده کيږه ! نو زر اوده کيږئ ! غرض دا که مور پلار د راپاڅيدو ووائي نو بنده دې راپاڅي، که د کيناستو ووائي نو بنده دې کښيني۔ داسې دې پۀ هر يو کار کښې د هغوئي تابعداري وکړے شي۔ هم پۀ دې کښې ادب دے، او دا ضروري هم دے۔ که زمونږ د خبرې نۀ منلو پۀ وجه د هغوئي زړۀ ازار شو نو مَعَاذَ الله! الله پاک ناراضه کيدے شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې پۀ داسې حال کښې ماښام کړو چې د مور پلار پۀ باره کښې نافرماني کوي، د هغۀ د پاره د دوزخ دوه دروازې برسيره کيږي۔ ([3])


 

 



[1]... معجم اوسط ، جلد:4، صفحہ:187، حدیث:5664۔

[2]... فتاوی رضویہ ، جلد:21، صفحہ:157، بتغیر قلیل ۔

[3]... شعب الايمان ، باب فی بر الوالدین ، جلد:6، صفحہ:206، حدیث:7916۔