Book Name:Sikhne Sikhane Ke Halqon Ka Jadwal

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د مور او پلار درې حقونه (قسط: 2) ښودلے شي او د يو قوم نه د خطرې پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمان مبارک دے: څوک چې پۀ ما باندې يو ځل دُرُودِ پاک ولولي الله پاک پۀ هغۀ باندې لس رحمتونه ليږي۔ ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                 صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د مور پلار درې حقونه (قسط: 2)

آيت مبارک

الله پاک فرمائيلي دي:

اَنِ اشْكُرْ لِیْ وَ لِوَالِدَیْكَؕ             (پارہ :21، سورۀ لقمان :14)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې زما او د خپل مور او پلار شُکر ادا کړئ۔

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمان مبارک

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمائيلي دي: پۀ وخت باندې د نـمونځ کولو نه پس افضل عمل د مور او پلار سره ښۀ سلوک کول دي۔ ([2])


 

 



[1]... مسلم، كتاب الصلاة، باب الصلاۃ علی النبی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  بعد التشھد ، صفحہ:159، حديث:408۔

[2]... بخاری ، كتاب الجہاد والسیر ، باب فضل الجہاد و السیر، صفحہ:724، حدیث2782، ملخصًا۔