Book Name:Sikhne Sikhane Ke Halqon Ka Jadwal

دويم حق: د مور او پلار د پاره دُعا کول

وضاحت: د چا مور او پلار چې ژوندي دي، هغوئي دې هم د هغوئي د پاره دُعا کوي او د چا مور او پلار چې وفات شوي دي، هغوئي خو دې لازمي دُعا کوي چې اوس هغوئي ته هُم د دُعا ډير حاجت دے۔ نبي کريم، رؤوف الرحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمائيلي دي: د پلار د وفات نه پس د هغوئي د پاره د بخښنې دُعا کول، نيکي ده۔ ([1]) منقول دي: د مور او پلار د پاره دُعا پريښودل (پۀ رزق کښې) د بے برکتۍ سبب دے۔ ([2])

دريم حق: د مور او پلار د مُتَعَلِّقينو سره صِله رحمي کول

وضاحت: يعنې د مور او پلار د خپلوانو او دوستانو وغيره سره ښۀ سلوک کول۔ د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ بارګاه کښې يو کَس عرض وکړو: يا رسولَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا د مور او پلار سره د وفات نه پس د هغوئي سره د نيکۍ څۀ صورت شته؟ اوئې فرمائيل: آؤ ٭ د هغوئي جنازه کول ٭ د هغوئي د بخښنې د پاره دُعا کول ٭ د هغوئي وصيت پوره کول ٭ د هغوئي د خپلوانو سره صِله رحمي کول ٭ او د هغوئي د دوستانو احترام کول۔ ([3])  ابن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ځل پۀ سورلۍ باندې چرته روان وو، پۀ لاره کښې ورسره يو کَس ميلاؤ شو، ابن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغۀ پۀ سورلۍ کښينولو او خپله مبارکه عمامه يـې هم هغۀ ته عطا کړه، صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ووئيل: الله پاک دې تاسو وبخښي، تاسو خپله سورلۍ او عمامه دۀ ته ولې عطا کړه؟ عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما وفرمائيل: د دې کَس والد زما د والد عمر بن خطاب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دوست وو، د دواړو جهانو تاجدار، مکي مَدَني سلطان  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمائيلي دي: د خپل والِد د دوستانو سره ښۀ سلوک کول د ټولو نه لويه نيکي ده۔ ([4])


 

 



[1]... معجم الصحابہ لابن قانع، ابو اسید الساعدی، جلد:3، صفحہ:37۔

[2]... تنبیہ الغافلین ، باب حق ا لوالدين ، صفحہ:69، مفھومًا۔

[3]... سنن ابو داود ، كتاب الادب ،باب فی بر الولدین ، صفحہ:802، حدیث:5142۔

[4]... مسلم ، كتاب البر والصلۃ والآداب ، باب فضل صلۃ اصدقاء الاب والام ونحوھا، صفحہ:996، حدیث :2552 ۔