Book Name:Sikhne Sikhane Ke Halqon Ka Jadwal

د مور او پلار درې حقونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  مونږ ته د مور او پلار سره د نيکۍ او د ښيګړې کولو حکم کړے دے۔ دا جنَّت ته بوتلونکے عمل دے۔ د مور او پلار ډير حقونه دي، پۀ کومو کښې چې درې مونږه مخکښې زده کړي وو او درې به نن زده کوو۔ راځئ چې وړومبے د زده کړے شوو حقونو دوهرائي وکړو:  (1):  اطاعت او تابعداري  (2):  مور او پلار راضي ساتل  (3):  د مور او پلار خدمت کول۔

نور درې حقونه کوم چې نن زده کول دي:

وړومبے حق: د مور او پلار ادب او احترام کول

وضاحت: دِينِ اِسلام د مور او پلار د ادب او د احترام ډير تاکيد فرمائيلے دے، د مور او پلار د ادب کولو ډير صورتونه دي۔ مثلاً  ٭ چې مور جانه يا بابا جان پۀ تشريف راوړلو ووينې نو د ادب پۀ توګه ودريږئ ٭ د هغوئي پۀ سترګو کښې د سترګو اچولو سره خبرې مۀ کوئ ٭ که هغوئي مو راووبلي نو فوراً حاضر شئ ٭ پۀ تميز سره پۀ "تاسو او جناب" سره خبرې کوئ ٭ د هغوئي پۀ موجودګۍ کښې هيڅ کله هم خپل اواز تيز مۀ ساتئ وغيره وغيره۔ نن سبا د دې حق طرف ته پام ډير کم کيږي ٭ د مور او پلار پۀ مخکښي پۀ تيز اواز خبرې کول ٭ د هغوئي سره انښتل، جګړه کول ٭ تا زما د پاره کړي څۀ دي وغيره د بے ادبۍ او د زړۀ د ازارولو جملې وئيل ٭ د هغوئي غيبت کول ٭ د دوستانو او خپلوانو پۀ مخکښې د هغوئي بد بيانول وغيره عام دي، بلکې د مور او پلار د وهلو او مَعَاذَ الله! د وژلو پورې خبرونه هم پۀ اخبارونو کښې راځي۔ الله پاک دې مونږه د مور او پلار د بے ادبۍ نه محفوظ کړي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمائيلي دي: ٭ د خپل پلار نه مخکښې مۀ ځئ ٭ هغوئي ته کنځلې مۀ کوئ ٭ د هغوئي د کيناستو نه مخکښې مۀ کښينئ ٭ او هغوئي ته پۀ نوم سره  اوازمۀ کوئ ۔ ([1])


 

 



[1]... الجامع في الحديث لابن  وهب ، صفحہ:212، حدیث:139۔