Book Name:Aulad Ke 3 Huqooq (Qist 1)
دويم حق: د بچي پۀ غوږ کښې اذان کول
وضاحت: د پيدائش نه پس د بچي پۀ غوږ کښې اذان کول سُنَّت دي۔ ([1]) خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: د چا چې بچے پيدا شي د هغۀ پۀ ښي غوږ کښې دې اذان او پۀ ګڅ غوږ کښې دې اِقامت ووئيلے شي نو بچے به د اُمُّ الصِّبيان (يعنې د مِرګو د مرض نه) محفوظ وي۔ ([2]) اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ماشوم د پيدا کيدو نه پس چې څوک پۀ اذان کولو کښې ناوخته کول کوي ، د هغې نه اکثر د مِرګو مرض پيداکيږي ، که د ماشوم د پيدا کيدو نه پس وړومبے کار دا وکړے شي چې د لمبولو نه پس ورته پۀ غوږ کښې اذان او اِقامت ووئيلے شي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ټول عمر به د بلاګانو وغيره نه محفوظ وي۔ ([3]) د ماشوم پۀ غوږ کښې دې اذان هم هٰغه شان وکړے شي لکه څنګه چې د نـمونځ د پاره اذان کولے شي، بهتره دا ده چې پۀ ښي غوږ کښې 4 کرته اذان او پۀ ګڅ غوږ کښې درې کرته تکبير ووئيلے شي۔
دريم حق: تَحنِيک (ګهټۍ يا ګُړتۍ ورکول)
وضاحت: کجوره يا څۀ خوږ څيز پۀ خپله خُله کښې چقول او د ماشوم پۀ خُله کښې ورکولو ته تَحنِيک وئيلے شي۔ دې ته ګهټۍ يا ګُړتۍ هم وئيلے شي۔ تَحنِيک (ګهټۍ ورکول) سُنَّت دي۔ ([4])
وضاحت: د تَحنِيک پۀ باره کښې مَدَني ګُل: ٭ تَحنِيک (يعنې ګهټۍ ورکولو) والا کجوره وغيره پۀ خپله خُله کښې وچقوئ او نرمه يـې کړئ، بيا يـې د ماشوم پۀ خُله کښې واچوئ ٭ نن سبا تَحنِيک (يعنې د ګهټۍ ورکولو) پۀ وخت کجوره وغيره پۀ خپله خُله کښې د چقولو نه بغير د ماشوم پۀ خُله کښې اچولے کيږي، دا د تَحنِيک (يعنې د ګهټۍ ورکولو) صحيح