Book Name:Aulad Ke 3 Huqooq (Qist 1)
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د اولاد درې حقونه (قسط:1) ښودلے شي او د فرض نـمونځ نه پس لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ما باندې دُرُودِ پاک لوستل پۀ پل صراط باندې نُور دے، څوک چې د جُمعې پۀ ورځ پۀ ما باندې 80 کرته دُرُودِ پاک لولي د هغۀ به د 80 کالو ګناهونه معاف شي۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د اولاد درې حقونه (قسط: 1)
آيت مبارک
الله پاک فرمائيلي دي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَ اَهْلِیْكُمْ نَارًا (پارہ:28، سورۀ تحریم:6)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! خپل ځانونه او د خپل کور کسان د هٰغه وور نه بچ کړئ۔
يعنې اے ايمان والؤ! ٭ د الله پاک پۀ عبادت کولو، د الله پاک پۀ احکاماتو باندې پۀ تللو خپل ځان او ٭ خپل بال بچ پۀ ښۀ تربيت کولو، پۀ ښۀ ادابو ښودلو هغوئي د دوزخ د وور نه بچ کړئ۔۔۔!! ([2])