Book Name:Aulad Ke 3 Huqooq (Qist 1)
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي:
أَكْرِمُوْا أَوْلاَدَكُمْ وَأَحْسِنُوْا أَدَبَهُمْ
ترجمه: د خپل اولاد اِکرام وکړئ او هغوئي ته ښۀ اداب وښايئ۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اولاد د الله پاک يو عظيم نعمت دے، دِينِ اِسلام چې څنګه د مور او پلار د حقونو ادا کولو تاکيد فرمائيلے دے، هم دغه شان يـې د اولاد د حقونو ادا کولو حکم هم فرمائيلے دے، ځکه که ځوي وي او که لور د اولاد پۀ مور او پلار ډير حقونه دي۔ پۀ کومو کښې به چې درې حقونه مونږه نن زده کوو۔
راځئ چې زده يې کړو:
وړومبے حق: د ښې مور انتخاب کول
وضاحت: د اولاد د ټولو نه وړومبے حق کوم چې د هغوئي د پيدائش نه هم مخکښې دے، هغه د خپل اولاد د پاره د ښې مور انتخاب کول دي چې د بچي پۀ ژوند کښې د مور ډير اهميت دے، مور چې څومره ښه وي نو د اولاد تربيت به هٰغه همره ښۀ کيږي ځکه چې د عِلم او د تربيت شروع هم د مور د غيږې نه کيږي، ځکه د نکاح د پاره د ښې، اخلاقي او د ښۀ کردار والا زنانه انتخاب کول د اولاد وړومبے حق دے۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د زنانه سره پۀ نکاح کولو کښې د 4 خبرو خيال ساتلے شي: (1): مال (2): حسب ، نسب (3): ښائيست او (4): دین داري، بيا خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: تاسو دِين دارۍ له ترجيح ورکړئ۔ ([2])