Book Name:Aulad Ke 3 Huqooq (Qist 1)

طريقه نۀ ده ٭ تَحنِيک د کوم نيک، صالحه پرهيزګاره پۀ ذريعه کول بهتر دي، د هغې برکتونه به يـې نصيب کيږي۔ د حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه روايت دے چې د نبي کريم رؤوف الرحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بارګاه ته به ماشومان راوستلے کيدل، نبي کريم     صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغوئي د پاره د برکت دُعا کوله او تَحنِيک به يـې فرمائيلو۔ ([1])

دوهرائي

نن مونږه د مور او پلار درې حقونه زده کړۀ، پۀ ذِهن کښې يـې کښينوئ: (1): د ښې مور انتخاب (2): د بچي پۀ غوږ کښې اذان کول  (3): تَحنِيک کول (ګهټۍ ورکول)۔

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

د فرض نـمونځ نه پس لوستلے کيدونکې دُعا

اَللّٰھُمَّ اَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْکَ السَّلَامُ تَبَارَکْتَ یَا ذَاالْجَلَالِ وَالْاِکْرَام

ترجمه: اے الله! تۀ سلامتيا ورکوونکے يـې او هُم ستا د طرف نه سلامتيا ده، تۀ د برکت والا يـې اے د جلال او بزرګۍ والا! ([2])

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه،


 

 



[1].... مسلم ، کتاب الطہارۃ ، باب حکم بول الطفل الرضیع...الخ ، صفحہ:123، حدیث:286 ۔

[2].... مسلم ، کتاب المساجد ومواضع الصلاۃ ، باب استحباب الذکر217، حدیث:592۔