Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat
مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د خيټې په مرض كښې مُبتلا وو او په دې مرض کښې د دُنيا نه رُخصَت شو، د دې حديثِ پاك مطابق مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شهادت مرتبه حاصله کړي ده.
اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په كومه ورځ چې زما والِدِ ماجِد مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شو، په دغه ورځ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سحر لمُونځ ادا كړے وو، د ماسپښين وخت لا پاتې وو چې وفات شو، د ځنكدن په وخت چې څومره خلق د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا ته موجود وو، ټولو اوليدل چې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سترګې بندې دي مسلسل سلام كوي (كيدے شي دا دې طرف ته اشاره ده چې د وفات کيدو په وخت کښې د اوليائے كرامو روحونه د استقبال د پاره را روان دي او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هٰغه [روحونو] ته سلام كوي)،
يو څو ساه ګانې ئې پاتې وې چې خپل لاسونه ئې د اوداسه په اندامونو داسې راښكل لكه اودس چې كوي، ت ردې پورې چې په اشاره اشاره ئې پوزې ته اوبه هُم واچولې.
هغوئي په خپل انداز د بےهوشئ په حالت كښې د ماسپښين لمُونځ هم ادا كړو. اعلٰى حضرت نور فرمائي: كوم وخت چې ئې روح د بدن نه وتلو، زه ئې سر ته ولاړ ووم، په خدائے مې دِ قَسَم وي! د هغوئي د سينے مباركې نه يو نُور اوچت شو او څنګه چې په آئينه كښې د لمَر عكس پريوځي، دغه شان ئې په مخ مبارك باندې [هغه نُور] اوځليدلو او غائب شو او د دې سره ئې رُوح مبارك د بدن نه جدا شو.
آخري كلِمَه كومه چې د مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژبه مباركه وه هغه لفظِ”اَلـلّٰـه“ وو او آخري ليك كوم چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپلو لاسو ليكلے وو هغه ”بِسْمِ اللّٰہ ِالرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم“ وو.