Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat
مالك وو، ډير عقلمند او هوښيار وو، *رُعب او دبدبه ئې لرله([1])* د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خُلاصه ده: الله پاك حضرت عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د غور و فكر صلاحيت، پوهه او داسې پخه رائے عطا كړي وه چې په دغه علاقو (يعنې هِند) كښې چا ته نه وه ميلاو. * د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فراستِ صادقه [يعني عقلمندئ او پوهې] دا حالت وو چې د کومې مُعامَلے په باره كښې به ئې څه اوفرمائيل هم هغه به كيدل،* هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير بَهادُر، سخي، او اوچت هِمَّت والا وو، * صدقه و خيرات به ئې په پټه ډير زيات كولو،* كوم رزق چې به ميلاو شو، په هغې به ئې قناعت كولو، د ډيرې لالچ به ئې نه كولو، * اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: د حضرت عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اعلٰى فضائلو حقيقتًا حال صرف هغه كس ته معلوم چا چې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صُحبت حاصل كړے وو چې
اِیْں نَہ بَحْرِیْسْتْ کَہْ دَرْ کُوْزَہ تَحْرِیْر آَیَد
يعنې دا هغه سمندر نه دے، چې د ليك په كوزه كښې بند كړے شي. ([2])
* اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فتاوٰى رضويه شريف كښې د خپل والِدِ ماجِد مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه القابات، فضائل و اوصاف بيانوي، فرمائي: اَلْاِمَامُ الْھُمَّامُ (يعنې اوچت هِمَّت والا اِمام) وَالْفَاضِلُ الطَّمْطَامُ (يعنې زبردست فاضل) وَالْبَحْرُالطَّامُ (چپے وهونكے سَمُندر) وَالْبَدْرُالتَّامُ (د څوارلسمې سپوږمئ) حَامِیُ السُّنَنِ (د سُنَّتو محافظ) مَاحِیُ