Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat
نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اِستِسقاء لمُونځ ادا كړو، د هغې نه پس ئې چې څنګه د دُعا د پاره لاس اوچت كړل نو ناڅاپه په آسمان وريځې خورې شوے، لا د دُعا نه فارغ شوي هُم نه وو چې باران شروع شو او دومره ډير باران اوشو چې د خلقو كورونو ته تلل مشکل شو.
بَرَستا نہیں دیکھ کر اَبْرِ رحمت بَدوں پر بھی برسا دے بَرسانے والے([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وفات كيدو نه پس خبره ده، يو ځل د رَجَبُ المُرَجَّب په مياشت كښې مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل شهزاده اعلٰى حضرت، اِمامِ اَهلِ سُنَّت مولاناشاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوب كښې تشريف راوړو، او ورته ئې اُوفرمائيل: په دې رَمَضَانُ المُبَارَك كښې به ته سخت بيماريږې، خو روژه مه پريږده.
اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هم داسې اوشو، رَمَضَانُ المُبَارَك كښې زه سخت بيمار شوم، ډاكټرانو راته اووئيل: روژه مه نيسه خو اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! ما روژے اونيولې او د دې په بركت الله پاك ما ته شِفا راكړه، په حديثِ پاك كښې ارشاد دے: صُوْمُوا تَصِحُّوا يعنې روژه اونيسئ صحت مند به شئ. ([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد