Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat

يو باب زده كړي، هغه ته به د 70 صِدِّيقينو اجر وركړے شي. ([1]) * منقول دي: الله پاك حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام ته اوفرمائيل: اے ابراهيم! زه علم والا يم او علم والا دوست ساتم. ([2])

    سُبْحٰنَ الله! اے عاشقانِ رسول! اندازه اولګوئ! علمائے كرام څومره اوچت شان والا دي، الله پاك دِ مونږه هم د عاشقانِ رسول علمائے كرامو د فيض نه مالا مال كړې، راځئ چې د الله پاك د يو كامِل ولـي، د ډيرې اوچتې مرتبے والا، باعمل عالِمِ دِين، تاجُ العُلَماء، رَئِیْسُ الْمُتَکَلِّمِیْن، حضرت عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِكرِ خير اوکړو:

د مُفتـي نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تَعَارُف 

     * د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ محترم علامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جُمادَى الاَخِىره يا رَجَبُ المُرَجَّب په مياشت كښې په 1246 هجري کښې په بريلي شريف كښې پيدا شوے وو،([3]) * د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والِدِ مُحتَرَم يعنې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نيكه مولانا رضا علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل وخت جَيَّد عالِمِ دِين، باكرامته وَلـي، مُتَّقـي، پرهيز ګار او عبادت ګزاره وو، حضرت عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټول عُلوم د خپل والِدِ صاحِب نه زده كړي وو. ([4]) * حضرت عَلَّامه مولانا نَقِـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ماشوم والي نه مُتَّقـي، پرهيزګاره وو، د الله په فضل و كرم سره د


 

 



[1]...الترغیب والترہیب، کتاب:العلم، صفحہ:45، حدیث:19۔

[2]...جامع بیان العلم، جلد:1، صفحہ:209، حدیث:236۔

[3]...فضائلِ دُعا، صفحہ:36۔

[4]...حیاتِ اعلیٰ حضرت، جلد1، صفحہ:39۔