Book Name:Molana Naqi Ali Khan ki 3 Karamat
مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سنَّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش! تُو پیکرِ سنَّت مجھے اللہ بنا دے
كاش چې هر كار زه كووم مطابق د سُنَّتو اے الله ته ما جوړ كړې نمونه د سُنَّتو
دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) بيشكه الله پاك نرمي كولو والا دے او نرمي خوښوي. ([2]) (2) نرمي چې په كوم څيز كښې وي هغه ښائسته كوي. ([3])
اے عاشقانِ رسول! نرمي كول زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ خوږ سُنَّت دے بلكه نرمي خو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه مبارك صِفَت دے چې الله پاك په خپل كلام قرآنِ مجيد كښې د دې ذِكر كړے دے، ارشاد فرمائي:
فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ لِنْتَ لَهُمْۚ- (پارہ4،سورۃآلِ عمران:159)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: نو اے حبيبه! د الله څومره غټه مهرباني ده چې تاسو د دوئي د پاره نرم زړه والا ئې.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير نرم زړه والا وو، * خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به رټل نه کول * د خپل ځان د پاره به ئې غُصَّه نه كوله، * په ماشومانو به ئې شفقت كولو * د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان سره به ئې نرمي كوله، په حديثِ پاك كښې دي: يو اعرابي (د عربو د كلي يو بےتعليمه كس) مسجِدِ نَبَوي ته حاضر شو (ښكاره خبره ده چې هغه د كلي اوسيدونكے وو، د جمات د آدابو ورته علم نه