Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay
د دې آيت په لوستلو باندې حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ په ژړا شو، ژړل ئې، ژړل ئې تر دې پورې چې سحر شو، هغه وخت ئې هم د سترګو نه اوښكې روانې وے، چا ترينه تپوس اوكړو: محترمه! تاسو دومره ولے اوژړل؟ اوئې فرمائيل: الله پاك جَنَّت ته زمونږ د ځان او مال قيمت وئيلے دے، اوس مُعامَله دا ده چې د يو څيز قيمت هله ميلاويږي چې هغه څيز بے عيبه وي، صحىح سلامت وي، عيب دار څيز څوك نه اخلي. جَنَّت زمونږ د ځان قيمت دے، په ورځ د قيامت چې كله د الله پاك په بارګاه كښې حاضر شو، هغه وخت خُدانخواسته كه دا اوفرمائي چې: ستاسو دا ځان د كوم په بدله كښې چې جَنَّت ميلاويدو والا وو، ستاسو دا ځان ناكاره دے، په دې كښې په زرګاؤ عيبونه دي، د داسې ځان په بدله جَنَّت نه شي ميلاويدے نو هغه وخت به زمونږه څه حالت وي؟ په دې سوچ كښې ما ټوله شپه اوژړل. ([1])
اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـر! دا دے: حَقَّ تُقٰتِہٖ يعنې د الله پاك نه داسې اُويَريږئ څنګه چې د هغه نه د ويريدلو حق دے. بنده دِ خپلو نيكو ته نه ګوري، خپل ښه والي ته دِ نه ګوري، خپل مقام او مرتبے ته دِ نه ګوري بلكه د الله پاك بےنيازئ ته دِ اوګوري او د هغه نه دِ اُويَريږي، داسې دِ اُويَريږي چې په زړه كښې ئې ويره پيدا شي، د سترګو نه ئې اوښكې روانې شي او بنده دِ د خپل ربّ په بارګاه كښې داسې ټِيټ شي چې بيا كله هم نافرماني اونکړي، دا دي د الله پاك نه داسې ويريدل څنګه چې د هغه نه د ويريدلو حق دے.