Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay
چې د الله پاك په بارګاه كښې د حاضريدلو خيال ورغلو، نو په لړزان شولو په زمكه راپريوتلو او بے هوشه شو. غور اوكړئ! كوم بنده چې دومره زيات د الله پاك نه ويريږى، آيا هغه به د چا حق تلفي اوكړي؟ آيا هغه به چا ته رد بد اووائي؟ آيا هغه به د چا مال اووهي؟ آيا هغه به څوك ناحقه خفه كړي؟ آيا هغه به د خلقو خوب خراب كړي؟ آيا هغه به د خلقو بےعِزَّتي اوكړي؟ هيڅ كله نه، بلكه څوك چې د الله ويره لري هغه به هر وخت د خلقو د حقونو خيال ساتي. معلومه شوه چې كه مونږ ته د الله نه ويره نصيب شي نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د مُعاشرے نه به جرمونه او حق تلفئ بالكل ختمې شي.
مفتـئ اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او جذبۀ خيرخواهي
يو ځل رئِيسُ القلم، عَلَّامه ارشدُ القاري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شهزادۀ اعلٰى حضرت مُفتـئ اعظم هند مولانا مصطفٰى رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته خپلې مدرسے مدرسه فَيضُ الْعُلُوْم ته د تشريف راوړلو دعوت وركړو، مُفتـئ اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړو، بيرته چې ريلوے اِسټيشن ته تللو د پاره مُفتـئ اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ركشه كښې کښيناستلو نو يو كس حاضر شو، عرض ئې اوكړو: جناب! فلانئ پريشانئ كښې اخته يم، تعويذ را ته راكړئ! عَلَّامه ارشدُ القاري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه كس ته اوفرمائيل: د ريل ګاډي وخت شوے دے او ته اوس د تعويذ د پاره وائے! مُفتـئ اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عَلَّامه ارشدُ القاري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه منع كړو. عَلَّامه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوكړو: جناب! ريل ګاډے به اوځي. په مُفتـئ اعظم هند رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د خوفِ خُدا جذبه غالبه شوه، اوئې فرمائيل: لاړ دِ شي. په بل ريل ګاډي كښې به لاړ شم. صبا په ورځ د قيامت كه رانه الله پاك تپوس اوكړي چې تا زما د فلاني بنده په پريشانئ كښې