Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay
د ” حَقَّ تُـقٰـتِہٖ“ درې مثالونه
حضرت داوٗد عَلَيْهِ السَّلام د الله پاك نبـي دے، يو ځل په هغوئي عَلَيْهِ السَّلام باندې د الله پاك ويره دومره غالبه شوه چې د څلويښتو ورځو پورې ئې د سجدے په حالت كښې ژړل، تر دې پورې چې د هغوئي د اوښكو اوبو سره په زمكه بوټي را اوختل.([1]) دا دے: حَقَّ تُقٰتِہٖ يعنې د الله پاك نه داسې اُويَريږئ څنګه چې د هغه نه د ويريدلو حق دے.
حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام د الله پاك خليل دے، هغوئي عَلَيْهِ السَّلام به د الله د ويرې نه دومره زيات ژړل چې د هغوئي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د سينے د خوټكيدلو آواز به د يو ميله پورې اوريدے شو. اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل كوي: چې كله به حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام د الله د ويرې نه ژړل نو الله پاك به حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام راوليږلو، حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام به عرض كولو: اے ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام! الله پاك فرمائي: آيا تاسو داسې دوست ليدلے دے چې خپل دوست ته عذاب وركوي؟ حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام به چې دا اوريدل نو فرمائيل به ئې: اے جبريل عَلَيْهِ السَّلام! چې كله زه خپل ځان ته اوګورم نو دا را نه هير شي چې زه د الله پاك خليل يم. ([2]) دا دے: حَقَّ تُقٰتِہٖ يعنې د الله پاك نه داسې اُويَريږئ څنګه چې د هغه نه د ويريدلو حق دے.
حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ د اسلام وړومبے خليفه دے، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن دے، د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام نه پس په ټولو انسانانو كښې د ټولو نه افضل دے، يو ځل هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ د شپے د قرآنِ كريم تلاوت كولو، دا آيت كريمه ئې چې اولوستلو:
اِنَّ اللّٰهَ اشْتَرٰى مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ اَنْفُسَهُمْ وَ اَمْوَالَهُمْ بِاَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَؕ- (پارہ:11، سورۂ توبہ، آیت:111)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: بيشكه الله مسلمانانو نه د هغوئي ځانونه او د هغوئي مالونه په دې بدله كښې اخستي دي چې د هغوئي د پاره جَنَّت دے.