Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay

اُوفرمائيل چې ته زما په بارګاه كښې د راتلو اهليت نه لرې.

    د خپل اُستاذ دا خبره مې چې واوريدله نو د عبرت په وجه زما ملا ما ته شوه، چې د هغې د ماتيدلو آواز هلته موجودو خلقو واوريدلو. ما به د الله پاك د ويرې اوښكې بهيَولې او سخت بيمار شوم. ([1])

فِکْرِ مَعَاش بَدبَلا، ہَوْلِ مَعَاد جاں گُزا                لاکھوں بَلا میں پھنسنے کو رُوح بدن میں آئی کیوں؟

وضاحت: يعني د ژوند تيرولو اسباب مثلاً د خوراك څښاك فِكر! د قبر د تنګئ او د قيامت د سختو ويره! داسې په لكونو مصيبتونو كښې اخته کيدلو د پاره رُوح زما بدن ته ولے راغلے دے...؟ [يعني کاش چې زه هډو پيدا شوے نه وے]

حقيقي سعات مند څوك....؟

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دُنيا په ژوند كښې مُومِن كيدل يقيناً د سعادت خبره ده، خو دا سعادت په حقيقت  كښې په هٰغه صورت كښې سعادت دے چې د  دُنيا نه رُخصتيدو په وخت اِيمان سلامت پاتې شي. قَسَم په خدائے! بختور هٰغه دے څوک چې په قبر كښې مُومِن دے. آو! چا چې د دُنيا نه اِيمان سلامته يوړلو هم هٰغه په حقيقي معنو كښې كامياب دے او څوك چې جنت ته داخل شي هغه مراد حاصل کړو. الله پاك په سيپاره 4، سورۀ آلِ عمرٰن، آيت: 185 كښې ارشاد فرمائي:

فَمَنْ  زُحْزِحَ  عَنِ  النَّارِ  وَ  اُدْخِلَ  الْجَنَّةَ  فَقَدْ  فَازَؕ-   (پارہ:4، سورۂ آلِ عمرٰن، آیت:185)       

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : نو څوك چې د اور نه بچ كړے شو او جنت ته داخل كړے شو نو هغه كامياب شو.


 

 



[1]...خوفِ خُدا، صفحہ:80۔