Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay
(1) چې د هغه مُعاشرے خلق د يو بل حق تلفي نه كوي، په يو بل ظُلم نه كوي، او (2) چې د هغه مُعاشرے هر يو کس نورو سره د خيرخواهئ، او خير ښيګړې جذبه لري.
دا دواړه خبرې چې په كومه معاشره كښې موجودې وي، هغه مُعاشره به امن و سكون والا مُعاشره وي او په هغه مُعاشره كښې به جُرمونه هُم د نه کيدو برابر وي. او دا دواړه خبرې (يعنې حق تلفي نه كيدل او د خيرخواهئ جذبه لرل) د خوفِ خُدا په ذريعه حاصليدے شي. يعنې كه د خلقو په زړونو كښې د الله ويره پيدا شي نو د دې په بركت به حق تلفئ [يعنې د خلقو حقونه وهل] ختم شي او د خيرخواهئ جذبه به هم پيدا شي. راځئ چې دا خبره د دوو واقعو په رنړا كښې واورو او ځان پرې پوهه كوو:
د خوفِ خُدا په سبب را غوزار شو
د حضرت مِسعَر بِن كِدام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے، يوه ورځ مونږه د اِمام اعظم ابوحنِيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره په يو ځائے تيريدلو، په بےخىالئ كښې د اِمامِ اعظَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښپه مباركه د يو هلك په ښپه دپاسه راغله، هلك چغه كړه او د خُلې نه ئې ناڅاپه اووتل: یَا شَیْخُ اَلَا تَخَافُ الْقِصَاصَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ يعنې محترمه! آيا تاسو په ورځ د قيامت د قِصَاص [يعنې بدله اخستلو] نه، نه ويريږئ؟ اِمامِ اعظَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د هغه هلك دا خبره واوريدله نو په لړزان شو، په زمكه راپريوتلو او بےهوشه شو. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! د اِمامِ اعظَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښپه مباركه صرف په بے خىالئ كښې د هلك د ښپې دپاسه راغله، هغوئي قصداً داسې نه وو كړي، د هغه هلك د خُلې نه هُم هغه جمله بے خيالئ کښې اووتله خو په دې جمله كښې په ورځ د قيامت د الله پاك په بارګاه كښې د حاضريدلو ذِكر وو، اِمامِ اعظَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته