Book Name:Khof-e-Khuda Hasil Karnay Kay Tariqay
ډير زيات حيران شو چې د شيخُ الاسلام سترګې پړسيدلي دي، دومره ډير زيات ئې ژړلي وو چې اوښكې ئې ختمې شوي وے او اوس ئې د مباركو سترګو نه وينې څڅيدلې. دا زړه درَزَوُونكے منظر ئې چې اوليدلو نو شاه رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوكړو: بابا جانه! د دومره ژړا سبب څه دے؟ حضرت شيخُ الاسلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څه اوفرمائيل، هغه د زړه په غوږونو واورئ! ارشاد ئې اُوفرمائيلو: بچيه! ما په عالَمِ مُكاشَفَه كښې اوليدل چې يو كس دے، د هغه نوم هم ”بَهاؤُالدِّين“ دے، د زُهد او تقوٰى مالك دے، په علم و عمل كښې د خپل وخت سردار دے، د هغه انتقال شوے دے، خو د ډيرو كلونو عبادت، تقوٰى او پرهيزګاري ئې په كار رانغله، د هغه ټول اعمال د هغه په مخ ور ويشتلے شو او اِيمان ترينه سلب کړے [يعنې واخستے] شو، ما چې د هغه كس دا حال اوليدو نو په ما ويره راغله چې يو هٰغه بَـهاؤُ الدِّين وو، چې د هغه عبادت و اطاعت د هغه په كار رانغلو او د هغه اِيمان سلب كړے شو او يو زه يم، معلومه نه ده چې زما سره به څه مُعامَله كيږي.
کاش کے نہ دُنیا میں پیدا مَیں ہوا ہوتا قبر وحَشْر کا سب غم ختم ہو گیا ہوتا
دو جہاں کی فکروں سے یُوں نجات مل جاتی میں مدینے کا سچ مُچ کُتّا بن گیا ہوتا
آہ! سلبِ ایماں کا خوف کھائے جاتا ہے کاش!کہ مری ماں نے ہی نہیں جنا ہوتا([1])
حضرت بَـهاؤُ الدين زَكَرِيَّا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور اوفرمائيل: بچيه! د مِيثاق په ورځ (يعنې) عالَمِ ارواح كښې چې كله الله پاك ټول روحونه جمع كړل، او ارشاد اوشو: اَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ يعني آيا زه ستاسو ربّ نه يم؟ روحونو اقرار اوكړو: بَلٰـى يعني مولٰى! ولے نه، ته زمونږه ربّ ئې. بيا ټولو روحونو ته حكم اوشو: زه ستاسو ربّ يم ما ته سجده اوكړئ. په دې حكم ډير روحونه په سجده پريوتل او څه ولاړ پاتې شو، الله پاك بيا د سجدے