Book Name:Waldain Ke 3 Huqooq (Qist 4)

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه  (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د مور او پلار درې حقونه (قسط: 4) ښودلے شي او د پئيو څښلو نه پس لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ما باندې دُرُودِ پاک لوستل پۀ پل صراط باندې نُور دے، څوک چې د جُمعې پۀ ورځ پۀ ما باندې 80 کرته دُرُودِ پاک لولي د هغۀ به د 80 کالو ګناهونه معاف شي۔ ([1])

صَــلُّــوْا  عَـلَـی   الْـحَــبِـيْــب!    ***    صَـلَّـی اللهُ  عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د مور پلار درې حقونه (قسط:4)

آيت مبارک

الله پاک فرمائيلي دي:

وَ قَضٰی رَبُّکَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ  اِیَّاہُ وَ بِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا ؕ اِمَّا یَبْلُغَنَّ عِنْدَکَ الْکِبَرَ اَحَدُھُمَاۤ  اَوْ  کِلٰہُمَا فَلَا تَقُلْ لَّہُمَاۤ  اُفٍّ  وَّ لَا  تَنْہَرْھُمَا وَ قُلْ  لَّہُمَا  قَوْلًا کَرِیْمًا (۲۳)

(پارہ:15، سورۀ بنی اسرائیل :23)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ستاسو رب حکم فرمائيلے چې د هغۀ نه سِوا د هيڅ چا عبادت مۀ کوئ او د مور پلار سره ښه سلوک کوئ۔ که ستا پۀ وړاندې د هغوئي نه يو يا دواړه بوډا والي ته ورسي نو هغوئي ته اُف هم مۀ وايۀ او هغوئي مۀ رَټۀ او هغوئي سره ښکلې، نرمې خبرې کوۀ۔


 

 



[1]... الترغیب  فی فضائل الاعمال ، باب مختصر من الصلاۃ علی رسول اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم،  صفحہ:14، حدیث:22۔