Book Name:Waldain Ke 3 Huqooq (Qist 4)

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې کرته وفرمائيل: آيا زۀ تاسو ته دا اونه وايم چې پۀ کبيره ګناهونو کښې د ټولو نه لويه ګناه کومه يوه ده، عرض وکړے شو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ضرور ووايئ، اوئې فرمائيل: د الله پاک سره شريک ګرځول او د مور او پلار نافرماني کول ده۔ ([1])

د مور او پلار درې حقونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله او رسول عزَّ  و جَلَّ و صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته د مور او پلار سره د نيکۍ او د ښيګړې کولو حکم کړے دے۔ دا جنَّت ته بوتلونکے عمل دے۔ د مور او پلار ډير حقونه دي، پۀ کومو کښې چې 9 مونږه مخکښې زده کړي وو او درې به نن زده کوو۔ راځئ چې وړومبے د زده کړے شوو حقونو دوهرائي وکړو:  (1):  اطاعت او تابعداري  (2):  مور او پلار راضي ساتل  (3):  د مور او پلار خدمت کول۔ (4): ادب او احترام کول (5): د مور او پلار د پاره دُعا کول  (6): د مور او پلار د متعلقينو سره صِله رحمي کول۔ (7): مور او پلار ته ردې بدې نۀ وئيل (8): د مور او پلار د قبر زيارت کول  (9): د مور او پلار قرض ادا کول۔

نور درې حقونه کوم چې نن زده کول دي:

وړومبے حق: د مور او پلار وصيت پوره کول

وضاحت: وفات کيدونکے کَس چې د خپل مرګ نه مخکښې کوم پيغام ورکوي چې زما د مرګ نه پس داسې وکړئ هغې ته وَصِيَّت وئيلے شي۔ ([2]) مثلاً پلار د وفات کيدو نه


 

 



[1].... الادب المفرد ، باب عقوق الوالدین ، صفحہ:17، حدیث:15۔

[2].... تفسیر نعیمی ، پارہ :1،سورۂ بقرۃ ، تحت آیت :132، جلد:1، صفحہ:749۔