Book Name:Waldain Ke 3 Huqooq (Qist 4)
مخکښې ووئيل چې * زما دومره مال صدقه کړئ * زما پۀ مال باندې جومات، مدرسه جوړه کړئ وغيره۔ د مور او پلار پۀ حقونو کښې دي چې د هغوئي جائز وصيتونه پوره کړے شي او د هغوئي د هر جائز حکم د پوره کولو کوشش وکړے شي، که هغوئي د چا سره څۀ وعده کړې وي نو هغه دې پوره کړي۔
ضروري مسئله: د وصيت پۀ باره کښې دا ياد ساتئ چې * د مال پۀ باره کښې وصيت مثلاً: * زما مال پۀ غريبانو باندې تقسيم کړئ * زما مال جومات، مدرسې يا د خير ښيګړې تنظيم له ورکړئ وغيره داسې قِسمه وصيت به د مړي پۀ دريو کښې د يوې حصې مال (يعنې د ټول مال د دريمې حصې) نه پوره کولے شي۔ که مور او پلار د يوې حصې مال (يعنې د ټول مال د دريمې حصې) نه د زيات وصيت وکړو نو پۀ داسې حالت کښې که د هغوئي د وفات کيدو نه پس ټول وارثان د دريمې حصې نه د زيات مال د وصيت نافذ کولو اجازت ورکړي، که هغوئي د اجازت ورکولو اهل هم وي (يعنې ټول عاقلان او بالغان وي) نو پۀ داسې حالت کښې د دريمې حصې د مال نه د زيات وصيت پوره کول هم جائز دي۔ ([1])
نوټ: د وصيت د مسئلو پۀ باره کښې د تفصيلي معلوماتو د پاره د دارُ الاِفتاء اهلِسُنَّت سره رابطه وکړئ۔
دويم حق: د مور او پلار د قبر زيارت کول
وضاحت: يعنې د مور او پلار قبر ته وخت پۀ وخت حاضري کول، که پۀ لاره کښې د مور او پلار قبر راشي نو د حاضرۍ کولو نه بغير پرې نۀ تيريدل او پۀ هفته کښې کم از کم يو ځل د مور او پلار قبر ته حاضري ضرور کول، هلته تلل او د سورۀ يٰسين شريف تلاوت کول او فاتحه او درود او سلام لوستل او هغوئي ته ايصالِ ثواب کول، د هغوئي د بخښنې او د اوچتو درجو د پاره دُعا کول * خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: