Book Name:Waldain Ke 3 Huqooq (Qist 4)
څوک چې د هرې جُمعې پۀ ورځ د خپل مور پلار يا پۀ دواړو کښې د يو د قبر زيارت وکړي، الله پاک د هغۀ ګناهونه معاف کوي او هغه د مور او پلار پۀ فرمانبردارو کښې ليکلے شي۔ ([1]) * پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د ثواب پۀ نيت د خپل مور پلار د قبر زيارت وکړي هغه د قبول شوي حج کوونکي پۀ شان دے او * څوک چې پۀ کثرت سره د مور پلار د قبر زيارت کوي، فرښتے به د هغۀ قبر له د زيارت کولو د پاره راځي۔ ([2])
دريم حق: وفات شوو مور او پلار ته پۀ خپلو ګناهونو سره تکليف نۀ ورکول
وضاحت: دا د مور او پلار ډير اهم حق دے چې [اولاد] د هر قِسمه وړو او لويو ګناهونو نه ځان بچ وساتي، ډيرې نيکۍ وکړي، ځکه چې مور او پلار ته پۀ قبر کښې د اولاد د ټولو اعمالو خبر ورسي، پۀ نيکو کولو باندې خوشحاليږي او پۀ ګناهونو کولو باندې غمژن کيږي او د هغوئي زړونو ته تکليف رَسي۔ نبي کريم، رؤوفٌ رَّحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د بندګانو اعمال د هر ګل او د زيارت پۀ ورځ د الله پاک پۀ بارګاه کښې پيش کولے شي او د هرې جُمعې پۀ ورځ د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام او د مور او پلار پۀ بارګاه کښې پيش کولے شي، هغوئي پۀ نيک اعمالو ليدو خوشحاليږي او د دې پۀ سبب د هغوئي د مخونو رڼا زياتيږي نو د الله نه ويريږئ او خپلو وفات شوو مور او پلار ته پۀ خپلو ګناهونو باندې تکليف مۀ رسوئ۔ ([3])
نن مونږه د مور او پلار درې حقونه زده کړي دي، دوهرائي يـې وکړئ (1): د مور او پلار