Book Name:Quran be Misl Kitab Hai

عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی رَضِیَ اللہُ عنہ ما ته د يواځې ميلاويدو اوفرمائيل، نو زۀ د هغوئي په خِدمت کښې حاضر شوم. هغوئي رَضِىَ  الله  عَـنْهُ اوفرمائيل: اے عبد  الله  رَضِیَ اللہُ عنہ! د سورۂ فاتحه د وړومبي آيت په وړومبئ جمله اَلْحَمْدُ لِلّٰہ کښې د لفظِ اَلِفْ څه معنٰی ده؟ ما د لا علمئ اظهار اوکړو نو هغوئي رَضِىَ  الله  عَـنْهُ د اَلِفْ تفسير بيانول شروع کړل، يو څو ګينټې خو صرف په دې کښې تيرې شوې. بيا هغوئي د حَرفِ لَام تفسير شروع کړو، په هغې هم يو څو ګينټې تيرې شوې، هُم داسې هغوئي رَضِىَ  الله  عَـنْهُ د اَلْحَمْدُ لله د يو يو حرف تفسير بيانولو، تر دې چې د سحر آذان اوشو. ([1])

سُبْحٰنَ  الله ! دا دے د قرآنِ کريم عجيبه شان...!! دا دومره د ژوروالي والا کلام دے.

غير مسلمه کلمه اُووئيله او مسلمان شو

د اسلام د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ عنہ دورِ خلافت وو، يوه ورځ هغوئي رَضِىَ  الله  عَـنْهُ په جومات کښې ملاست وو، (پۀ دې کښې هغوئي يو اواز واوريدو چې) يو کس په اوچت آواز کلمه وئيله. فاروقِ اعظم رَضِىَ  الله  عَـنْهُ هغۀ نه د کلمې وئيلو د سبب تپوس وکړو نو هغۀ اووئيل: زۀ رومي يم، اوس اوس ما د قرآنِ کريم يو آيتِ کريمه واوريدو، چا دا آيت لوستلو:

وَ مَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ یَخْشَ اللّٰهَ وَ یَتَّقْهِ فَاُولٰٓىٕكَ هُمُ الْفَآىٕزُوْنَ(۵۲)

(پارہ:18، النور:52)

تَرجَمہ کَنْزُ الْعِرْفان: او څوک چې د  الله  او د هغۀ د رسول تابعداري وکړي او د  الله  نه ويريږي او د هغۀ د (نافرمانئ) نه ويريږي نو هم دا خلق کامياب دي.

ما په دې آيت باندې غور اوکړو نو د دنيا او آخرت هغه ټول اَحوال چې په حضرت عیسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام نازل شوي وو، هغه ټول په دې يو آيت کښې جمع وو. ځکه ما کلمه اووئيله او


 

 



[1]...اَلشّرفُ المُؤَبَّدلالِ محمد ،المقصد الثانی،ابو الحسنین امیر المؤمنین علی ابن ابی طالب،صفحہ:63خلاصۃً۔