Book Name:Quran be Misl Kitab Hai

 

داسې ثوابونه، داسې فائدې دي د قرآنِ مجيد د تلاوت کولو، خو مونږه تلاوت نه کوو. مونږ له پکار دي چې مونږه تلاوتِ قرآن په خپلو روزانه معمولاتو کښې شامل کړو، څنګه چې د خوراک نه بغير زمونږه ورځ نۀ تيريږي، هُم داسې تلاوتِ قرآن هم د روح غذا ده، د دې نه بغير هم زمونږه ورځ تيريدل نۀ دي پکار.

یہی ہے آرزو تعلیم قرآن  عام ہو جائے  تلاوت کرنا صبح و شام میرا کام ہو جائے

دعوتِ اسلامي او د قرآن خدمت

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي په ټوله دنيا کښې د فيضانِ قرآن عاموونکے تحريک دے. دعوتِ اسلامي مونږ ته قرآن لوستل هم زده کوي، دعوتِ اسلامي مونږ ته په قرآن د پوهيدلو ذرائع هم فراهموي او په قرآنِ مجيد د پوهيدلو او په دې د عمل کولو او نورو ته د رسولو موقعې هم راکوي. د مثال په توګه تاسو په قرآنِ مجيد پوهيدل غواړئ نو:

* د دعوتِ اسلامي زير انتظام چليدونکې کوم نزدې جامعةُ المدينه کښې داخله واخلئ. دَرسِ نظامي يعنې عالم کورس اوکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! په قرآنِ مجيد پوهيدل به هم نصيب شي، د دې سره سره به د بخاري شريف، مسلم شريف، فتاوٰی شامي، احياء العلوم، فتاویٰ رضويه شريف وغيره د عِلمِ دين د لويو لويو کتابونو علم پخپله هُم حاصل کړئ  او نورو ته زده کوونکي به هُم جوړ شئ.

* دَرسِ نظامي يعنې عالم کورس د 8 کالو کورس دے، که تاسو دومره وخت نه شئ ورکولے، مصروفيات مو دي، کورني مسائل مو دي نو هيڅ خبره نۀ ده، په آن لائِن جامعةُ المدينه کښې داخله واخلئ، په کور کښې ناست دَرسِ نظامي وکړئ.* که دا هم درته مشکل ښکاري نو د قرآنِ مجيد ترجمه او تفسير کورس کښې داخله واخلئ.* که دا هم نۀ شئ کولے نو د دعوتِ اسلامي د اشاعتي ادارې مکتبۃُ المدینہ نه اسان ترجمۂ قرآن کنزالعرفان مع تفسير صراط الجنان او معرفة القرآن واخلئ، په اسانه اُردو کښې په کور کښې ناست د قرآنِ مجيد ترجمه د تفسير سره اولولئ او برکتونه حاصل کړئ.* که تاسو د کتابونو اخستلو د پاره پيسې خرچ کول نه غواړئ نو