Book Name:Quran be Misl Kitab Hai
مسلمان شوم. ([1])
د قرآنِ کريم يوه اهمه خوبي دا ده چې دا ډير زيات خوندور، خوږ او د تاثير نه ډک کلام دے. دا په طبيعتونو اثر کوي، چې څوک يـې واورې نو زړۀ يـې غواړي چې بس اورمه يـې، چې څوک يـې تلاوت وکړي نو زړۀ يـې غواړي چې نور تلاوت وکړم. د دې په لوستلو يا اوريدلو زړۀ نۀ مړيږي.
تاسو تجربه اوکړئ او اوګورئ! تاسو د خپلې خوښې د يو مصنِّف خپل د ټولو نه خوښ کتاب راواخلئ! هغه لوستل شروع کړئ! يو ځل به يـې اولولئ، 2 ځله به يـې اولولئ، زيات نه زيات به يـې 100 ځله ولولئ، آخر به مو زړۀ موړ شي خو قرآن هٰغه مبارک کلام دے چې که دا يو ځل ولولې او که زر ځله يـې ولولې، زړۀ پرې نۀ مړيږي بلکې نور د لوستلو خواهش پيدا کيږي. حضرت عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی رَضِیَ اللہُ عنہ فرمائي چې حضورِ اقدس صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيل: قرآن هٰغه [کتاب] دے چې د دې په برکت خواهيشات نه خرابيږي او د دې سره نورې ژبې نۀ مشتبه کيږي، علماء پرې نۀ مړيږي، دا په بيا بيا لوستلو سره نۀ زړيږي او د دې عجائبات نۀ ختميږي. ([2])
د قرآنِ کريم د يو څو حقونو بيان
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! الله پاک مونږ ته داسې پاکيزه کلام قرآنِ مجيد راکړے دے، يقيناً دا زمونږه د پاره د ډير زيات سعادت خبره ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ!
* قرآنِ کريم د هدايت هم دے* د رحمت کتاب هم دے* د حکمت کتاب هم دے *