Book Name:Quran be Misl Kitab Hai
په خپل موبائل کښې Al Quran With Tafseer نومې ايپلي کيشن ډاؤنلوډ کړئ، د قرآنِ کريم تِلاوت وکړئ، ترجمه ولولئ، تفسير ولولئ، ځان پرې پوهه کړئ، په کوم ځائے چې پوهه نۀ شئ نو مدني علماء، عاشقانِ رسول مفتيانِ کرام اَلْحَمْدُ لِلّٰہ موجود دي، د هغوئي نه تپوس وکړئ.* که ستاسو سره موبائل هم نۀ وي، ايپلي کيشن هم نه شئ ډاؤنلوډ کولے نو بيا هم د پريشانئ خبره نۀ ده، روزانه 15، 20 منټه ورکړئ! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! عاشقانِ رسول، مبلغينِ دعوتِ اسلامي په جوماتونو کښې د سهار د نمونځ نه پس د تفسير اوريدلو، اورولو حلقه لګوي، په دې کښې روزانه کم از کم 3 آيتونه د ترجمې او تفسير سره لوستل کيږي، د روزانې 3 آيتونه يعنې د يو کال 1095 آيتونه، يعنې که مونږه د روزانې د 15 نه تر 20 منټو کوشش وکړو نو په دوه نيم، 3 کالو کښې پوره قرآنِ مجيد په اوريدلو، زده کولو او پوهيدلو سره ختمولے شو.
بيا کوم څه چې مو زده کړل هغه نورو ته څنګه رسول دي، د هغې هم ډيره اسانه طريقه ده، عاشقانِ رسول سره په مدني قافلو کښې سفر اوکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم د قرآنِ مجيد د تعليماتو، د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰی صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سنتو د عمل جذبه حاصلولو سره سره به نورو ته د قرآن او سنت د تعليم رسولو بهترينه موقع درنصيب شي او د دې سره سره که الله پاک اوغوښتل نو د دين او دنيا بې شميره ښيګړې به هم حاصلې کړئ.
الله پاک دې مونږ ته قرآنِ کريم سره د خپل تعلق مضبوطولو توفيق رانصيب کړي.
آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖنَ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
صَــلُّــوْا عَـلَـی الْـحَــبِـيْــب! صَـلَّـی الله عَلـٰی مُـحَـمَّد
ماهنامه فیضانِ مدینه ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي آئـي، ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د هغې نوم دے: ماهنامه فیضانِ مدینه (Mahnama Faizan e Madina) په دې ايپلي کيشن کښې تر اوسه پورې