Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
ډير رحمتونه نازلوي ، نن د دُعاګانو د قبليدو شپه ده ، نن د رزق تقسيميدو شپه ، په دې شپه چې د رزق د بركت د پاره كومه دُعا اوغوښتلے شي قبليږي ، د ټول كار د رزق فيصله په نن شپه كښې كيږي ، نن شپه هغه عظيمه شپه ده چې زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : چې كله د شعبان مينځنئ (يعني پينځلسلمه) شپه راشي نو په دې شپه كښې قيام (يعني عبادت) كوئ او د ورځې روژه نيسئ ، بيشكه په دې شپه د لمَر پريوتو سره سمدستي الله پاك د خپل شان مطابق په دُنياوي آسمان باندې تجلي فرمائي او ارشاد فرمائي : * اَلَا مِنْ مُسْتَغْفِرٍ لِیْ فَاَغْفِرَ لَہٗ شته دے څوك زما نه بخښنه غوښتونكے؟ چې زه ئې مُعاف كړم ، * اَلَا مُسْتَرْزِقٌ فَاَرْزُقَہٗ شته دے څوك رزق غوښتلو والا؟ چې هغه ته رزق وركړم ، * اَلَا مُبْتَلٰی فَاُعَافِیَہٗ شته دے څوك پريشان حاله چې زه د هغه پريشاني لرې كړم ، شته دے څوك داسې ، شته دے څوك داسې ، د صبا راختلو پورې مسلسل هُم داسې اعلان كيږي. ([1])
اے عاشقانِ رسول! نن د دوزخ نه د خلاصئ شپه ده ، د حديثِ پاك مطابق په دې شپه د ’’بَنِى كَلْب‘‘ د چيلو د وِيښتو د شمير همره ګنهګاران د دوزخ نه آزاديږي.([2]) بَنِى كَلْب د عربو يوه قبيله ده ، په كتابونو كښې ليك دي چې : دغه قبيلے به د ټولو نه زياتې چيلئ ساتلې.([3])