Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

د قبر د وړومبئ شپې سختې او خوفناك وخت

       اے عاشقانِ رسول! هغه وخت به څنګه د بے وسئ وخت وي ، چې كله مونږه قبر ته كوز كړے شو ، زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے : مړے پوهيږي چې هغه ته څوك غُسل وركوي او چا اوچت كړے وي او څوك ئې قبر ته كوزوي. ([1])   

     اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   فرمائي : مُحترمو اسلامي ورونړو! قسم په خُدائے! د تشوش تشويش او د سخت تشويش ، د ويرې ، ويرې او د ډيرې زياتې ويرې معامَله ده ، ځناور خو چې څنګه مړ شي نو فوراً ئې قُوَّتِ محسوسه ختم شي خو د انسان عقل او د محسوسولو طاقت هُم هغسې باقي پاتې وي بلكه د كتلو او اوريدلو طاقت خو ئې په څو چنده زيات شي. هائے! هائے! كه زمونږه د بدو اعمالو په وجه الله پاک زمونږ نه ناراضه شو نو مونږ سره به څه كيږي! لږ سوچ خو اوكړئ! كه مونږه د راحتونو ډكې ښكلې بنګله كښې يواځې قيد كړے شو نو بيا به هم ويريږو! او په مونږه كښې شايد چې هيڅ څوك هُم اديره كښې يواځې د شپے تيرولو هِمَّت اونكړے شي! آه! هٰغه وخت به څه كوو چې د منونو خاورو لاندې مو خخ كړي او خپل خپلوان را نه روان شي ، بدن به مو اګر چې حركت نه كوي خو عقل به مو سلامت وي ، خلق چې را نه بيرته روان شي نو وينو به ئې ، د هغوئي د ښپو آواز به اورو ، د منونو خاورو لاندې به پراته يو. آه! هغه وخت


 

 



[1]...مُسْنَدِ اِمام اَحْمد بن حنبل ، جلد : 5 ، صفحہ : 6 ، حدیث : 11289۔