Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

مسلمان سره د شرعي اِجازت نه بغير بُغض و كينه ساتلو والا هُم په دې شپه د بخښنې د سعادت نه محرومه پاتې كيږي. ([1])

    الله پاك دِ  مونږ ټول د هر قِسمه ګناهونو نه محفوظه اوساتي او په نن شپه كښې دِ مونږ ته د بخښنې نِعمَت عطا كړي. ا ٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی الـلّٰـہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم 

 صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       اے عاشقانِ رسول! نن شپه د پټاخو ډزولو شپه نه ده ، د شور زوَګ كولو ، د هوائي ډزو كولو ، د خپل مال ضائع كولو ، ماشومانو له د پټاخو او د ډزو سامان اخستلو سره د هغوئي د عادت خرابولو شپه نه ده بلكه نن شپه د عبادت شپه ده.

     نن شپه خو هغه شپه ده چې په دې كال  كښې به د بل راروان شبِ براءت پورې د مړو كيدونكو فهرست هُم تياريږي ، معلومه نه ده چې زمونږ په قِسمَت كښې څه اوليكلے شي ، خُدانخواسته که مونږه په لوبو كښې مشغول يُو او هلته زمونږ په حق كښې څه اُوليكلے شي نو څه به كيږي؟ نن شپه په عبادت كښې تيرول پكار دي. مونږ ته پكار ده چې د الله پاك او د هغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د راضي کولو کوشش اوكړو او نن شپه د الله پاك د راضي كولو د کوشش شپه ده ، نن د رښتيني توبه كولو او الله پاك نه د خپلو ګناهونو د مُعافئ غوښتلو او هغه سره د صلح كولو شپه ده.


 

 



[1]...آقا کا مہینا ، صفحہ : 11۔