Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
څومره د ايمان د حفاظت د پاره فکرمند کيدل پکار دي مونږ هغه همره فکر نه لرو۔ خو ياد ساتئ! كه مونږه د دې مُعامَلاتو د پاره فِکر كوو او که نه ، خو مُعامَله بهرحال ډيره نازكه ده.
راہ پُر خار ہے ، کیا ہونا ہے؟ پاؤں اَفگار ہے ، کیا ہونا ہے؟([1])
لار د اَزغو ډکه ده څه به کووم ښپې مې زخمي زخمي دي څه به کووم
اے عاشقانِ رسول! تَصَوُّر خو اوكړئ! هغه به څومره مشكل ساعتونه وي ، چې كله مَلَكُ المَوت عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړي ، زمونږ مور و پلار ، خپلوان او دوستان به زمونږ دا سختې وِيني خو هيڅ به نه شي کولے ، د مرګ په مقابله کښې نه د پهلوان پهلواني چليږى ، او نه د يو مالدار مال پکار راځي ، بهرحال چې کله زمونږ د مرګ وخت راشي نو ډاكټران او طبيبان به هُم هيڅ نه شي كولے ، سائنسي آلے او لوئ لوئ مشينان به كار پريږدي ، او زمونږ د بدن نه به رُوح روان شي ، آخر دا چې آخري سَلګئ به اُووهو ، ساه به مو بنده شي او دا فاني دُنيا به رانه پاتې شي! بينك بيلنس ، ګاډے ، بنګله ، كاروبار ، مال و دولت او د عيش عشرت ټول سامان به رانه پاتې شي او د هميشه هميشه د پاره به د دې فاني دُنيا نه رُخصت شو او بيا به كله هُم بيرته نه راځو.
کوئی پیش چلی ، نہ عُذر ، نہ انکار ہوا جب بشر موت کے پنجے میں گرفتار ہوا