Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

    د نن شپے په بركت دِ الله پاك مونږ ټولو ته د ګناهونو نه نفرت ، د نيكو كولو د كثرت او د رښتيني توبے توفيق رانصيب كړي ، او الله پاك دِ مونږ ته خپله او د هغه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا په نن شپه كښې رانصيب کړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د الله پاك د پټ تدبير نه ويره

       اے عاشقانِ رسول! د الله پاك په مونږه ډير زيات احسان دے چې هغه مونږ ته دا د رحمتونو او بخښنې شپه راكړي ده ، كه د هغه رحمت اوشي او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت نظر په مونږ ګنهګارو پريوځي نو كيدے شي چې زمونږ د بخښنې صورت جوړ شي ، ګنې مُعامَله ډيره نازكه ده. شيخُ الاسلام حضرت بَهاؤالدِّين زكريا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شپږمې صدئ هجرئ مشهور و معروف بُزُرګ دے ، ډير لوئ عالِم ، عابِد ، زاهِد ، مُتَّقِـي ، پرهيزګار او ولئ كامِل وو ، يو ځل په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د خوفِ خُدا دومره غلبه اوشوه چې خپلې حُجرے شريفې ته داخل شو ، دروازه ئې په ځان پسې بنده كړه او په سجده پريوتلو او توبه او استِغفار ئې شروع كړو ، د سترګو نه ئې اوښكې روانې وے او د خوفِ خُدا نه ئې سينه خوټكيدله ، دومره ئې اوژړل چې مُصَلّٰـى ئې په اوښكو لَمْدَه شوه ، د هغوئي صاحبزادګان او مريدان ناڅاپه د دې حالت نه سخت پريشانه شو ، حضرت بَهاؤالدِّين زكريا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دومره په زوره زوره ژړل چې د خلقو زړونه ورسره