Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
دُرودِ پاك لوستل به د قيامت په ورځ ستاسو د پاره نُور وي.([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([2])
اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو :
نِيَّت اوکړئ چې ، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې] كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رسول! نن د شَعْبَانُ الْمُعَظَّمْ پينځلسمه شپه شبِ براءَت ده ، نن د نجات حاصلولو شپه ده ، نن د خيرونو شپه ده ، نن د بركتونو شپه ده ، نن د عظمتونو شپه ده ، نن د رحمتونو باران راوريږي ، نن د بخښنې شپه ده ، نن د دوزخ نه د آزادئ شپه ده ، په دې شپه الله پاك په خپلو بندګانو باندې ډير