Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
اَلتَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ کَمَنْ لَّاذَنْبَ لَہٗ يعنې د ګناه نه توبه كولو والا داسې دے لكه هغه چې هډو ګناه كړي نه وي. ([1])
د توبه كوونكي نه الله پاك څومره راضي كيږي ، دا رَسُولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو مثال په ذريعه بيانوي ، فرمائي : د حديثِ پاك خلاصه ده چې فرض كړئ يو كس په ځنګل كښې سفر كوي ، ناڅاپه د هغه سورلئ چرته وركه شي ، د هغه د خوراك څښاك سامان وغيره هم په هغه سورلئ وي ، بيا هغه خپله سورلئ لټوي ، ډير ورپسې اوګرځي خو سورلئ پيدا نه شي ، آخِر ستړے شي او د يوے ونې سوري ته [ډير د مايُوسئ په حالت کښې] څملي ، که په هُم دې حالت کښې د هغه سورلئ د هغه خوا ته پخپله راشي نو هغه به څومره خوشحاله شي...؟ الله پاك د هغه کس نه هم زيات د توبه كوونكي نه راضي كيږي [يعني خوشحاليږي]. ([2])
الله پاك دِ مونږ ټولو ته د رښتينې توبے توفيق را عطا كړې ، او د نيكو اوګږد ژوند دِ هم رانصيب كړې. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د براءت په شپه قبرستان ته تلل د مسلمانانو معمول دے ، د بيان په آخِره كښې قبرستان ته د تللو آداب د بيانولو سعادت حاصلووم. راځئ چې! اوَّل قبرستان ته د حاضريدلو مُتَعَلِّق