Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai
سُوْرَةُ الضُّحٰـى اوګورئ دا مكمل سورت د حضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په صفت مشتمل دے. خاص طور دې وړومبنو دوو آيتونو كښې خو ئې ډير په ښكلي انداز كښې د مصطفٰى كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، مبارك مخ ته د څاښت سره او مباركو زُلفو ته د شپے د تِيارے سره تشبيه وركړي ده، چنانچه
الله تعالٰى ارشاد فرمائي:
وَ الضُّحٰىۙ(۱) وَ الَّیْلِ اِذَا سَجٰىۙ(۲) (پ:۳۰، الضحیٰ:۲،۱)
مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان: د څاښت قسم او د شپے چې كله پرده خوره كړي.
په دې آيتونو كښې د څاښت او د شپے د تِيارے نه څه مراد دے؟ د دې په باره كښې د مفسرينو او علمائے كرامو مختلف اقوال دي.
حضرت سيِّدنا امام فخر الدين رازي رحمَةُ اللّٰهُ تعالٰى عَلَيه فرمائي:
” وَالضُّحٰـى“ نه مراد د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نوراني روښانه مخ قسم او ”وَاللَّيل“ نه مراد د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تورو زلفو قسم. (تفسیر کبیر، ۱۱/۱۹۱ماخوذاً)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! الله پاك څنګه په ښكلي انداز كښې د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روښانه نوراني مخ او ښكلو ښائسته زُلفو قسم فرمائىلے دے، صرف دا نه بلكه الله پاك په قرآنِ كريم كښې د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اداګانې او هغوئي سره د تعلق لرونكو مختلفو څيزونو قَسم هم بيان كړے دے. راځئ چې واورو.