Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai
الله پاك د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږو او ښكلو خبرو قسم داسې فرمائيلے دے:
وَ قِیْلِهٖ یٰرَبِّ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا یُؤْمِنُوْنَۘ(۸۸) (پ۲۵،الزخرف:۸۸)
مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان: زما د محبوب د دې وينا قسم چې اے زماربه! دا خلق ايمان نه راوړي.
الله پاك د خپل محبوب كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارك عمر قسم ھم فرمائيلے دے:
لَعَمْرُكَ اِنَّهُمْ لَفِیْ سَكْرَتِهِمْ یَعْمَهُوْنَ(۷۲) (پ۱۴،الحجر:۷۲)
مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان:اے محبوب! ستاسو د عُمر قسم بیشكه هغوئي په خپله نشه كښې سرګردانه دي.
الله پاك د خپل خوږ محبوب كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مُقَدَّس ښار قسم فرمائيلے دے:
لَاۤ اُقْسِمُ بِهٰذَا الْبَلَدِۙ(۱) (پ۳۰،البلد:۱)
مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان:زما دِ قسم وي د دې ښار.
الله پاك د نبـي كريم، رسولِ عظيم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زمانے مباركے قسم فرمائيلے دے:
وَ الْعَصْرِۙ(۱) (پ۳۰،العصر:۱)
مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان: د دې محبوب د زمانے قسم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
دولسو ديني کارونو كښې يو ديني کار ”چوك درس“