Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai
نصيب کيږي څوک چې د الله د لارې په مسافرو باندې اوبه څښي۔ (ماہنامہ فیضانِ مدینہ صفرالمظفر ۱۴۴۱ھ، ص۲۱ ملخصاً و ماخوذاً)
ٹھنڈا ٹھنڈا میٹھا میٹھا پیتے ہم ہیں پِلاتے یہ ہیں
(الاستمداد، ص۷)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه په قرآنِ پاك كښې بيان شوو د نبـي اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تعريف او اوصافو په باره كښې بيان اوريدلو، الله پاك په خپل پاك كلام كښې د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په قِسم قِسم صفتونه بيان كړي دي. بعضې ځائے كښې په ډيرو آيتونو كښې د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت موجود دے او بعضې ځائے كښې پوره پوره سورت د محبوب اوصاف بيانوي، بعضې ځائے كښې ئې د محبوب د قدمونو سره د لګيدلي خاورې قسم بيان كړے دے نو بعضې ځائے كښې ئې د محبوب د ښار قسم بيان كړے دے. بعضې ځائے كښې ئې د محبوب سره نسبت لرونكو څيزونو عظمت او اوچتوالے بيان كړے دے. بعضې ځائے كښې ئې د محبوب د مبارك مخ قسم بيان كړے دے، بعضې ځائے كښې ئې د محبوب د لمُونځونو قسم بيان كړے دے نو بعضې ځائے كښې ئې د محبوب د شپے په تِياره كښې عبادت كول بيان كړي دي. الغرض پوره كلامِ اِلٰهي د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت دے.