Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
سُبْحٰنَ الله! زمونږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ډير څه عطا کړے شوي دي او ډير څه به ورعطا کيږي۔ راځئ ورارو چې حوضِ کوثر څه دي! الله پاک زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته يو حوض عطا کړے دے چې د هغې اوبه د شودو نه زياتې سپينې، د شهدو نه زياتې خوږې او د مُشکو نه زياتې خوشبودارې دي۔ څوک ئې چې يو ځل اوڅښي بيا به کله هُم نه تږے کيږي. حضورِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د دغې نه په خپل اُمَّت باندي څښي. ( کتاب العقائد،ص ۳۶ ملخصاً)
د قيامت په ورځ به چې کله د نفسا نفسي عالَم وي او د سختې ګرمئ په وجه به د خلقو ژبې د وچيدو په وجه د ازغي په شان شوي وي، په داسې وخت کښې هغه خلق خوش نصيبه وي په چا باندې به چې الله پاک د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حوض نه په مړه ګيډه اوبه ورکوي، په رواياتو کښې د داسې نيکو بيان موجود دے د کومو په بَرَكت به چې جامِ کوثر نصيب کيږي، د هغه رواياتو خلاصه دا ده چې * آبِ کوثر به هغه چا ته ورکولے کيږي څوک چې کثرت سره دُرود شريف وائي * آب کوثر به هغه چا ته نصيب کيږي څوک چې په روژه دار باندې طعام خوري۔ * آب کوثر به هغه چا ته نصيب کيږي څوک چې د غير ضروري خبرو نه ځان ساتي۔ * آب کوثر به هغه چا ته