Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai
د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حُکم منل فرض دی
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې یوہ بله واقعه د آیتِ کریمه، شانِ نُزُول او تفسیر سرہ واورو:
د مدینے اوسیدونکو به د غر نه راتلونکي اوبه خپلو باغونو ته ورکولې۔ هلته د يو انصاري د حضرتِ زُبير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره جګړه اوشوه چې څوک به مخكښې خپل پټي ته اوبه ورکوي۔ دا معامله د حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار کښې پيش شوه۔ سرکارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد اُوفرمائيل: اے زُبير! ته خپل باغ ته اوبه ورکړه او بيا د خپل ګاونډي طرف ته اُوبه پريږده۔ حضرتِ زُبير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ځکه مخكښې د اوبو ورکولو اجازت ورکړے شو چې د هغوئي پټے مخكښې راتلو، د دې باوجود ورته سرکارِ دوعالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انصاري سره هُم د احسان کولو اُوفرمائيل، خو مجموعي فيصله په انصاري ښه اُونه لګيده او د هغه د ژبې نه دا خبره اُووتله چې زُبير ستاسو د ترور ځوئ دے۔ باوجود د دې چې په فيصله کښې ئې حضرتِ زُبير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته انصاري سره د احسان کولو هدايت اوکړو خو انصاري د دې فيصلے قدر اونکړو نو حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرتِ زُبير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته حُکم اوکړو چې خپل پټي ته اوبه ورکړه او اوبه حصارې کړه۔ په دې باندې دا آيت نازل شو۔ (بخاری، کتاب الصلح، باب اذا اشار الامام بالصلح۔۔۔ الخ، ۲/۲۱۵، الحدیث: ۲۷۰۸ از تفسیر صراط الجنان، ۲/۲۳۹ )
الله پاک اِرشاد فرمائي: