Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai
په رضا او خوشحالئ به ئې خوړل * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هيڅ کله هُم په طعام کښې عيب نه دے راوِيستلے * خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کله هُم د خوندرو او بهترينو طعامونو خواهش نه دے کړے۔ * رسولِ اَکرَم، نورِ مجسم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د مال و دولت خواهش نه لرلو۔
کل جہاں مِلک اور جو کی روٹی غذا اس شکم کی قناعت پہ لاکھوں سلام([1])
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په سُنَّتِ مُصطَفىٰ عمل اوکړئ، قناعت اختیار کړئ۔ * قناعت د ایمان کمال او د اسلام حُسن دے۔ * قناعت کوونکے ځان د دُنیا نه ساتي او د آخرت په لاره چليږي۔ * قناعت کوونکے د اللہ پاک محبوب دے۔ * قناعت کوونکي سره خلق هُم مَحبَّت کوي۔[2] * امام شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: قناعت د مالدارئ اَصل دے۔[3]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې
لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې
)1( د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود
اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ
الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ