Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai
خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول جهان د پاره رحمت قرار كړے دے. * په سورۀ قلم آيت نمبر 4 كښې ئې نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته صاحبِ خُلق عظيم وئيلے شوے دے. * په سورۀ بنـي اسرائيل آيت نمبر 1 كښې ورته ”صاحبِ معراج“وئيلے شوے دے. * په سورۀ بقره آيت نمبر129 كښې ورته ”دُعائے ابراهيمي“وئيلے شوے دے. * په سورۀ صَف آيت نمبر6 كښې ورته ”بِشارتِ عيسٰى“وئيلے شوے دے. * په سورۀ كوثر آيت نمبر1 كښې ورته ”صاحِبِ كوثر“، * او په سورۀ بنـي اسرائيل آيت نمبر79 كښې ورته ”صاحِبِ مُقامِ مَـحمُود“ وئىلے شوے دے، الغرض ټول قرآن مجيد الله پاك د خپل محبوب كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شان كښې نازل كړے دے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
قرآن او صِفَتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوریدل چې په قرآن مجيد كښې پخپله الله پاك د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعريف بيان كړے دے، د خپل محبوب اوصاف، شان و عظمت او خصوصيات ئې په خپل پاك كلام [قرآن مجيد] كښې ذكر كړي دي، دا دې خبرې ته اشاره ده چې دا څه عامه هستي نه ده، بلكه زما محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه اعلٰى دے، زما محبوب د دواړو جهانونو سردار دے، زما محبوب په هر وَصف كښې لاجوابه دے، ما چې نورو انبياؤ عليهم السلام ته کوم [جُدا جُدا] صِفات عطا كړي دي، هغه ټول مې خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته يو ځائے عطا كړي دي چې