Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

عمامے والا اسلامي ورور يواځې چوك درس وركولو، یو كس چې ھغه د دين نه عملي طور دومره لرې وو چې شنې عمامے والؤ نه خو به لرې تښتيدلو خو چې هغه اسلامي ورور ئې يواځې په درس وركولو اوليدلو نو پته نشته چې ولے ئې زړه نرم شو او هغه په چوك درس كښې شريك شو، په چوك درس كښې شريك كيدل د هغه د اصلاح سبب اوګرځيدل او هغه ديني ماحول كښې شامل شو، د دې بيان وركولو وخت كښې اَلْحَمْدُ لِلّٰه هغه علاقائي سطح باندې د مدني انعاماتو ذمه دار دے، يوه ورځ هغه وه چې هغه د شنې عمامے والؤ نه لرې تښتيدلو خو اَلْحَمْدُ لِلّٰه نن د هغه په سر ھم د عِمامے شريفې تاج ځليږي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اے د ميلاد شريف عاشقانو! د دُنيا دستور دے چې كله بادشاه په خپلو درباريانو كښې چا باندې خپل خاص عنايتونه كوي نو هغه ته داسې خاص خاص انعامات وركوي، چې د هغې په وجه د هغه مرتبه او قدر د هر كس په نظر كښې زيات شي او د هغه حيثيت د نورو نه بالكل ښكاره او جدا شي  او هغه كمالونه او مرتبے چې نورو خلقو ته هُم وركړے شوي وي نو بادشاه خپلو خاصو درباريانو ته هغه [كمال او مرتبے] وركولو سره سره نورې ډيرې ښے ښے مرتبے هُم وركوي دغه شان الله پاك خپل خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د ټولو مخلوقاتو نه زيات انعامونه [كمال او مرتبے] وركړي دي او په خپلو خاصو مهربانو ئې ډير ډير شرف وركړے دے او په قرآن